ايران دوه امريکايان ولې بنديان کړي وو؟

Your browser doesn’t support HTML5

دغه دوه تنه امریکایان چې د جاسوسۍ په تور دوه کاله د ایران په زندان کې بندیان وو، له خوشې کېدو وروسته خپل هېواد ته ستانه شول. دوی تور لګوي، چې د ایران اسلامي جمهوریت دوی د دې لپاره په بند کې اچولي وو، چې امریکایان دي او بل جرم يې نه درلود. دوی ایراني چارواکي په ظلم تورن کړل او ویي ويل چې د تهران په پټ زندان کې بد چلند ورسره کېده.