د کابل امنیه قومندانۍ پر اریانا هوټل برید رد کړ

د کابل امنیې قومندانۍ د اریانا په هوټل، چې د سي. ای اې له خوا کارول کیږي د تیرې شپې د حملې راپورنه رد کړل.

د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل، چې تیره شپه په کابل کې هیڅ یوه امنیتي پیښه نه ده شوې.

له دې وړاندې ویل شوي وو، چې تیره شپه پر اریانا هوټل چې د امریکا د سي. ای اې د کارکوونکو دفتر په کې دی تروریستي حمله شوې.

دا دفتر ارګ ماڼۍ ته څیرمه پروت دی، چې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ساتل کیږي.