سعودي عربستان ښځو ته د رایې ورکولو او کاندیدو حق ورکړ

د سعودي عربستان پاچا عبداله پرون اعلان وکړ، چې ښځې کولای شي، چې د لومړي ځل لپاره د خلیج د دغه محافظه کاره هیواد په تاریخ کې په انتخاباتو کې رایې ورکړي او هم په خپله ځان کاندید کړي.

عبداله د هیواد محافظه کاره شوراته په وینا کې وویل، د ۲۰۱۳ کال د ټاکلو په بل پړاو کې به ښځې هم د دغې ۱۵۰ کسیزې شورا لپاره غوره شي.

دوی به همداراز اجازه ولري، چې د ښاروالۍ په انتخاباتو کې چې په دې هیواد کې یواځیني انتخابات دي، رایې ورکړي او هم په خپله ځانونه کاندید کړي.

دغه انتخابات په ۲۰۱۵ کال کې ترسره کیږي.

په سعودي عربستان کې د ښځود حقونو فعالانو له ډیرې مودې راهیسې په انتخاباتو کې د ښځو د ګډون لپاره مبارزه پرمخ بیولې.

سعودي عربستان یواځنی اسلامي هیواد دی، چې ښځې اجازه نه لري په انتخاباتو کې ګډون وکړي. په عربستان کې تراوسه ښځې اجازه نه لري، چې موټر وچلوي او یاهم له یوه محرم سړي پرته سفر وکړي.