افغان او امریکایې چارواکي وایي، د کابل د اریانا هوټل شاوخوا چې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې یا سي. ای. اې له خوا کارول کیږي، تیره شپه د ډزو آوازونه اوریدل شوي دي.
تر اوسه پورې د دې پيښې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
خو چارواکو تاید کړې، چې پر دې ودانۍ تیر ماخستن برید شوی.
دوی وایي، د پيښې په اړه پلټنې روانې دي، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
دا حمله په داسې حال کې کیږي، چې دوې اونۍ مخکې وسله والو په کابل کې د امریکا پر سفارت او د ناټو پر قومندانی د راکټونو او نورو وسلو برید وکړ.
د امریکا متحده ایالاتو د هغه بریدونو پړه د حقاني پر شبکې اچولی او ویلي یې وو، چې دې شبکې د پاکستان د استخباراتي ادارې په مرسته د امریکایې او افغان ځواکونو پر اهدافو بریدونه پلان کړي وه. خو پاکستان دا تورونه رد کړي دي.