په نیپال کې د سیلانیانو یوه الوتکه راولویده

په نیپال کې نن یوه الوتکه چې سیلانیان په کې سپاره وو او د ایوریست غرونو لړۍ د کتنو لپاره تللي وو، رالویدلې ده.

یوه عیني شاهد وویل د نولسو سپرلیو څخه د اتلسو مړي موندل شوي دي.

په الوتکه کې ۱۶ بهرني سیلانیان او د عملې درې کسان وو.

راپورونه وايي چې الوتکه پایتخت کټمنډو ته د ستنیدو په حال کې د هوا د خرابوالۍ له امله راولویده.