په زابل کې پولیسو دوه ځان وژونکي ووژل

د زابل د والي مرستیال محمدجان رسولیار وایي، دغه ځان وژونکی نن تر غرمې مخکې هغه مهال ووژل شو کله چې یي غوښتل چې په مرکز کلات کې پر دولتي تاسیساتو بریدونه وکړي.

د ښاغلي رسولیار په وینا د ځان وژونکو د ډلې څخه یو پاکستانی دی، خو د دولت مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

محمدصادق رښتینی