د عرفان خان سندره- موږه د يو بل قاتلان يو

دا اوونۍ مو د ځوان سندرغاړي عرفان سندره د اوونۍ د سندرې لپاره ټاکلې ده. عرفان خان صميمي ږغ او خاص انداز لري، سندرې يې لږې خو ښې دي.

له حديقې کيانۍ سره ګډه يې سندره يې ډېره مشهوره شوې ده، چې دا سندره جانان نومېږي. خو دلته خو د عرفان خان نوې سندره ټاکلې ده، چې حالات يې په کې انځور کړي دي.

سندره په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ