افغان پولیس وايي، چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې له بهرنیو ځواکونو سره یې په ګډو عملیاتو کې ۲۷ وسله وال مخالفین وژلي او ۱۴ یی نیولې دي.
د کورنیو چارو وزارت په یوه خپرپاڼه کې وایي، چې عملیات په تیرو ۲۴ ساعتونو کي په کابل، پروان، هلمند، میدان وردګ، غزني، ارزګان او خوست ولایتونو کې شوي.
د کورنیو چارو وزارت د افغان او بهرنیو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، وسله والو مخالفینو هم په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
د بغلان چارواکي وايي، په دې ولایت کي د پولیسو او یوې غیري مسوولي وسله والې ډلې تر منځ په جګړه کې له دواړو خواوو ۲ تنه وژل شوي.
د بغلان د والي مرستیال عبدالقیوم وايي، د دې پیښي په اړه څېړنې پیل شوي.