اروپايي ټولنه پر سوريي د نوېو بندیزونو پر لګولو موافقه ده

اروپايي ټولنې نن پر سوریې د نویو بندیزونو د لړۍ پر لګولو موافقه وکړه.

د دې بندیزونو هدف دا دی چې د ولسمشر بشارالاسد پر رژیم فشار زیات شي څو د حکومت پر مخالفو اعتراض کوونکو ځپونکي او خونړي اقدامات پای ته ورسوي.

په دې اقداماتو کې د سوریې د تېلو په سکټور کې پر پانګونو او د دې هېواد مرکزي بانک ته د بانکنوټونو پر چاپولو بندیزونه شامل دي او همدا راز شپږ نور چارواکي چې ګومان کېږي پر اعتراض کوونکو په ځپونکو اقداماتو کې به لاس لري په هغه لېست کې شامل شوي چې شتمنۍ یې کنګل شوې اعلان شوي دي.