پاکستان:امریکا ته خطر شته چې خپل یو متحد له لاسه ورکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره وايي، که امریکا د تروریزم پر ضد په جګړه کې د اسلام اباد پر اجرااتو صریحو انتقادونو ته دوام ورکړي نو دا خطر شته چې خپل یو متحد له لاسه ورکړي.

حنا رباني کر په نیویارک کې جیو ټلویزن ته وویل، چې واشنګټن نه شي کولای د پاکستان خلک له ځانه لیرې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ادمېرال مایک مولن پرون وویل، د پاکستان د پوځي استخباراتو اداره ISI له حقاني شبکې سره نژدې اړیکي لري.

مولن د امریکا د سنا د پوځي خدماتو په کمېټه کې څرګنده کړه، چې حقاني شبکه د پاکستان د پوځي استخباراتو د ادارې یوه حقیقي څانګه ده.

ده همدا راز وویل، چې د روانې سپټمبر میاشتې په لسمه په وردګو ولایت کې په یوه لارۍ کې سخته چاودنه او په کابل کې د امریکا پر سفارت د وږدي د 22 مې نېټې برید حقاني شبکې د پاکستان د پوځي استخباراتو د ادارې ISI په مرسته پلان کړی و:

(د پالیسي د یوې وسیلې په توګه له تاوتریخوالي او افراطیت څخه د استفادې په انتخاب سره د پاکستان حکومت او په خاص ډول پوځ او ISI نه یوازې له امریکا سره ستراتیژیک شراکت بلکې په سیمه کې د یوه مشروع، سیمه ایز نفوذ لرونکي او د یوه محترم هېواد په توګه د پاکستان چانسونه هم له خطر سره مخامخ کوي.)

له مولن سره یوځای د امریکا دفاع وزیر لیون پنېتا هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې امریکا به د خپلو سرتېرو د مصوونیت په خاطر هر ډول لازم اقدام وکړي خو ده په دې اړه چې دا اقدامات به څه وي، د نورو جزییاتو له څرګندولو ډډه وکړه.