کرزی:د سولې خبرو ته به دوام ورکړو

ولسمشرحامد کرزي د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني د جنازې په مراسمو کې ژمنه وکړه، چې له وسله والو مخالفینو سره د سولې خبرو اترو ته به دوام ورکړي.

ښاغلي کرزي دا څرګندونې نن په ارګ کې د استاد رباني د جنازې په مراسمو کې وکړې:

(د شهید استاد او د افغانستان د ازادۍ او عزت د نورو قربانیانو وینه پر موږ دا لازموي چې سولې او امنیت ته د رسېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو او ثابته کړو چې که یو ملت پرېکړه وکړي چې سر لوړي وي او راتلونکو نسلونو ته ښه راتلونکې جوړه کړي له دې ډول ډارنو جنایاتو او ناځوانو دښمنیو سره خپله لاره نه پرېږدي.)

د استاد رباني جنازه د زرګونو کسانو په ګډون او تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې په وزیر اکبرخان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شوه.

د سولې د عالي شورا مشر او د مجاهدینو د واکمنۍ د وخت ولسمشر پروفیسور برهان الدین رباني د سه شنبې په ورځ په خپل کور کې په یوه انتحاري حمله کې ووژل شو.

امنیتي چارواکو طالبان د نوموړي په وژنه تورن کړي خو وسله والو طالبانو دا تور رد کړی.