د برهان الدین مړی خاورو ته وسپارل شو
Your browser doesn’t support HTML5
د برهان الدین رباني د جنازې مراسم د جمهوري ریاست د ارګ په انګړ کې ترسره شول، چې یو شمېر حکومتي چارواکو، د نوموړي خپلوانو او پلویانو او بهرنیو دیپلوماتانو او میلمنو په کې ګډون وکړ.
د برهان الدین رباني مړی په یوه تابوت کې چې د افغانستان په بیرغ پوښل شوی و، د ځانګړې تشریفاتي قطعې په ملتیا د ارګ په انګړ کې کیښودل شو، لومړۍ بهرنیو دیپلوماتانو او میلمنو ورته د درناوي مراتب وړاندې کړل