په خوست کې دوه ماین خښوونکي وژل شوي

د خوست محلي چارواکي وايي، چې د دې ولایت په یعقوبیو ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو په یوې هوايي حملې کې دوه ماین خښوونکي وژل شوي او دوه نور په ټپي حالت کې ژوندي نیول شوي.

د یعقوبیو ولسوال انجنیر قیوم ازاډي راډیو ته وویل، چې تیره شپه په دې پيښه کې یوه اندازه چاودیدونکو موادو او سپکه وسله هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.