کندهار:د سړک د غاړې بمي چاودنې ۷ملکیان ووژل

راپورونه وايي، چې نن د سړک د غاړې د ماین یوې چاودنې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې اوه ملکي کسان ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل.

د میوند ولسوالۍ د امنیې قومندان حاجي توریالي ازادي راډيو ته وویل، د ملکي خلکو یو ټونس موټر د فیض اباد په نوم له یوه کلي نه د ولسوالۍ مرکز ته پر لار و، چې په یوه ځای پر ځای شوي ماین ور وخوت.

پخوا هم په بېلابېلو سیمو کې ملکي خلک د هغه ماین ښکار ګرځيدلي چې چارواکي وايي، وسلوال مخالفین یې ایږدي.