د لویدیځې غاړې په بیلا بیلو برخو کې په زرونو فلسطینیان نن راټول شول او په ملګرو ملتونو کې د خپلواکه فلسطیني دولت د غړیتوب ملاتړ یې وکړ.
د لویدیځې غاړې په سیاسي مرکز راملا کې په زرونو کسانو د ښار د مرکز پر لور لاریون وکړ. په نورو ښارونو نابلوس، هیبرون او بیتلحم کې هم ستر لاریونونه پلان شوي دي.
دا لاریونونه په داسې حال کې کیږي، چې د امریکا جمهور رییس بارک اوباما نن په نیویارک کې د فلسطینې ادارې له مشر محمود عباس او د اسراییل له صدراعظم بنیمن نتنیاهو سره ګوري.
متحده ایالات او اسراییل له فلسطینیانو څخه غواړي، چې په ملګرو ملتونو کې د رسمیت پیژندنې له غوښتني څخه دې تېر شي او د دې پر ځای دې له اسراییلو سره مستقیمې خبرې بیرته پیل کړي.
محمود عباس غواړي د سپتمبر په ۲۳ مه د جمعې په ورځ، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا پر مهال، د خپلواکه فلسطینې دولت غوښتنه په رسمي ډول وړاندې کړي.
په عین حال کې، د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال میخاییل بوګدانوف وایي، روسیه به د فلسطین د غوښتنې ملاتړ وکړي.