وزیرانو شورا درې ورځې ملي ماتم اعلان کړ

د افغانستان د وزیرانوشورا په یوه فوق العاده غونډه کې د سولې د عالي شورا د مشر د وژل کیدو له امله درې ورځې ملي ماتم اعلان کړ او یوشمېر کمیسیونونه یې وګمارل، چې خاورو ته د ده د مړي د سپارلولپاره لازم تیاری ونیسي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ډاکټر سید مخدوم رهین، د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل، چې د استاد رباني مړی به په ځانګړو مراسمو کې په کابل ښارکې خاورو ته وسپارل شي او ټاکل شوې، چې لوړ پوړي بهرني میلمانه هم په دې مراسمو کې برخه واخلي.

د ډاکټر رهین په خبره د افغانستان د علماوو د سراسري شورا د پریکړې له مخې په ولایتونو کې به د استاد رباني د جنازې غیابي لمونځ هم ادا شی:

"دوزیرانو شورا په غونډه کې پریکړه وشوه، چې پنجشنبې، جمعه او شنبې د ماتم ورځې دي، د استاد رباني مړی به د جمعې په ورځ د کابل ښار په وزیر اکبرخان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شي.

د علماوو د سراسري شورا د فتوا پراساس به، د استاد رباني د جنازې غیابي لمونځ په ولایتونو کې هم ادا او فاتحې به هم واخستل شي."

د افغانستان پخواني جمهور رییس او د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني د سې شنبې به مازدیګر په خپل کور کې په یوه ځان وژونکې حمله کې ووژل شو، په دې پیښه کې د سولې دعالي شورا د دارالانشا رییس او د ولسمشر کرزي سلا کار انجنیر محمد معصوم ستانکزی له یوشمېر نورو کسانو سره ټپیان شول.

د ده د وژل کیدو له امله ولسمشر کرزي چې د ملګروملتونو د سازمان په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی و، هم خپل سفر نیمګړی پریښود او د استاد رباني د وژنې د غندلو ترڅنګ یې وویل، چې د سولې د عالي شورا د رییس په توګه د بل چاه ټاکل به ورته ډیر ګران کار وي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ډاکټر رهین وایي، چې د استاد رباني د جنازې مراسم به په ځانګړو امنیتي تدابیر کې ترسره شي او په دې برخه کې نور تیاري هم نیول شوی:

"د جنازې د خاورو سپارلو کمیسیون د دفاع د وزیر په مشرۍ، د امنیتي چارو کمیسیون چې د کورنیو چارو وزیر یې مشري کوي او د ملي امنیت سرپرست هم ورسره همکار دی.

د فرهنګي او اطلاعاتي چارو کمیسیون چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر یې مشر دی او دغه راز د بهرنیو چارو وزارت د هغه کمیسیون مسوولیت لري، چې د بهرنیو میلمنو راتګ ته له هره پلوه تیاری نیسي."

لاتراوسه د افغانستان د پخواني ولسمشراستاد رباني د وژنې مسوولیت چاه یا کومې ډلې نه دی اخیستی، خو امنیتي چارواکي وایي، چې په دې اړه یې پراخې څیړنې پیل کړي دي.

په عین حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ډاکټر سید مخدوم رهین هم وایي، چې د کابینې د چهارشنبې ورځې په فوق العاده غونډه کې هم په دې اړه پراخ بحثونه او خبرې شوي.

د سیمې او نړۍ د هیوادونو ډېرو مشرانو هم د استاد رباني وژنه غندلې او له دې امله یې د ده له کورنۍ او دوستانو، ولسمشر کرزي او د افغانستان له خلکوسره خواخوږي څرګنده کړې ده.