د نړۍ مشرانو په کابل کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني وژل وغندل.
رباني پرون په خپل کور کې یوه ځان وژونکي برید وواژه.
طالبانو رویټرز اژانس ته وویل، چې یو تن په دې پلمه چې د سولې هڅې پرمخ وړي د برهان الدین رباني کور ته ورغی، خو نن سهار بیا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل، چې په دې چاودنه کې طالبان لاس نه لري.
افغان پولیس څرګندوي، چې چاودیدونکي مواد د ځان وژونکي په لونګۍ کې ځای پر ځای شوې وو.
برهان الدین رباني چې شاوخوا اویا کاله عمر یې درلود له نولس سوه دوه نویمه تر نولس سوه شپږ نویم کلونو پورې د افغانستان ولسمشر و، بیا طالبانو له واکه لرې کړ.
په پرونۍ چاودنه کې د افغانستان د ولسمشر جګپوړی سلاکار معصوم ستانکزی هم سخت ټپي شو. له پیښې وروسته حامد کرزي د امریکا سفر رالنډ کړ.
د ملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون، د امریکا ولسمشر بارک اوباما، د پاکستان ولسمشر، د دغه هیواد صدراعظم. د فرانسې ولسمشر او د بریتانیا صدراعظم د برهان الدین رباني وژنه وغندله.