د یمن له پایتخت صنعا څخه چې امنیتي ځواکونه د مظاهره کونکو په وړاندې چې له پوځه جلاشوي عسکر یې ملاتړ کوي، مبارزه کوي، د توپکو او توغندیو د ډزو راپورونه ورکول کیږي.
روغتیایي کارکونکو وویل، لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او له لسو زیات ټپیان دي.
د راپورونو له مخې توغندي د صنعا په مرکزي برخه کې د مظاهره چیانو پر کمپ لګیدلي دي.
د راپورونو له مخی په صنعا کې مظاهره کونکو چې د مخالفانو خوا ته اوښتوعسکرو یې ملاتړ کاوه، د یمن د ځانګړي جمهوري ګارډ پریوې اډې ولکه ټینګه کړې.
د جمهوري ګارډ ځواکونه تښتیدلي او خپله وسله یې پرځای پریښې ده.
پر دغی اډې حمله په یمن کې د ولسمشر علي عبداله صالح د ملاتړو او مخالفانو ترمنځ د اته میاشتني کړکیچ د زیاتوالي څرګندوی دی. مظاهره چیان د ۳۳ کلنې واکمنۍ د پای ته رسېدو غوښتنه کوي.
د تیرې یکشنبې او دوشنبې په ورځو حکومتي ځواکونو او د هغوي نښه ویشتونکو له پنځوسو زیات مظاهره چیان په ډزو ووژل.
په عین حال کې د ملګروملتونو منځګړي او د خلیج د همکارۍ شورا عمومي منشي په صنعا کې دي او هڅه کوي چې دغه بحران پای ته ورسوي.