په همالیا کې وروستۍ زلزلې ۷۹تنه مړه کړل

چارواکي وایي، په همالیا کې د وروستۍ زلزلې له امله چې د هند شمال ختیځه برخه، نیپال او چین یې ولړزاوه، د مړیو شمېر ۷۹ ته اوچت شوی دی.

د تیرې یکشنبې د ورځې زلزلې چې قدرت یې د ریښتر په اندازه ۶،۹ و، ترټولو زیات د هند سیککیم ایالت ځپلې چې د راپورونو له مخې ۵۰ تنه یې په دې ایالت کې وژلي دي.

دغې زلزلې د هند په بیهاراو لویدیځ بنګال ایالتونو، نیپال او د چین په تبت سیمه کې هم د سرزیانونه اړولي دي.

تر اوسه په ځپل شویو سیمو کې د ژغورنې عملیات دوام لري.