معترض کاندیدان:موږ به د ځانګړې محکمې په اړه هیڅ ونه وایو

یو شمېر معترضه کاندیدانو چې په وار وار یي د ځانګړې محکمې د پریکړې د عملي کولو غوښتنه کوله وایي، وروسته لدی به دوی د هغی پریکړی د پلی کولو لپاره غږ اوچت نکړي.

د دې معترضه کاندیدانو په استازیتوب داوود سلطان زوی وایي، دغه کاندیدانو پریکړه کړې، چې وروسته له دې به د ملي ګټو او د قانون د حاکمیت لپاره خپله مبارزه پیل کړي:

( موږ په شعوري توګه پریکړه کړې، چې د یوڅو تنو غوښتنې د زیات شمېر کړېدلو وګړو پر وړاندې ډیرې کمې دي ،غوره دا ده، چې له دې وروسته په عمومي مسایلو،چې د دې ستونزو د رامنځ ته کېدو لامل کیږي، خبرې وکړو.

څو د ستونزو مور جوړه شي اوس مهال په دې هېواد کې قانون نه پلي کیږي او عدالت نه تامینیږي.)

دغه معترضه کاندیدان، چې له څو میاشتو راهیسي یي د ځانګړې محمکې د پریکړې د عملي کولو غوښتنه کوله، په یو شمېر ولایتونو کې یي لاریونونه هم وکړل، خو تر اوسه یي هغه سختیو کوم ځای نه دی نیولی.