ولسمشر حامد کرزی نن امریکا ته لاړ

افغان ولسمشر حامد کرزی د ملګرو ملتونو په شپږ شپیتمه غونډه کې د ګډون په هدف نن له غرمې مخکې نیویارک ته ولاړ.

د ولسمشر کرزي د ویاند مرستیال حامد علمي ازادي راډیوته وویل چې ولسمشر کرزی به سبا ماښام دامریکا له ولسمشر سره وویني او د ستراتیژیکو همکاریو دسند په اړه به هم ورسره خبرې وکړي.


″د افغانستان او امریکا ترمنځ ستراتیژیک سند د اماده کیدو په حال کې دی، خو په کومو برخو کې یې چې اختلافات موجود دي، په هماغو برخو هم خبرې کیږي.″

د ملګرو ملتونو دغه غونډه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د امریکا په نیویارک کې جوړیږي.

په دغه سفرکې د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول، د ملي امنیت سلاکار دادفر رنګین سپنتا او داکتر اشرف غني احمدزی هم د ولسمشر کرزي ملګرتیا کوي.