بریتانیه:دوه پاکستاني ګډونوال مو له نندارتونه وایستل

په بریتانیه کې د وسلو د یوه نندارتون چارواکو پرون اعلان وکړ چې دوه پاکستاني ګډونوال یې له نندارتونه اېستلي دي.

دواړه پاکستانیان وروسته له هغه له نندارتونه واېستل شول چې د برتانیې د پارلمان یوه غړي د دوي د اعلاناتو پر پایه د خوشه یي بمونو اعلان ولید.

د اسوشېتېدپریس خبري آژانس د راپور له مخې تېره اونۍ د لندن د دفاعي سیسټم او تجهیزاتو په نړیوال نندارتون کې د دوو پاکستانیانو له خوا پر دوو پایو د کلسټر یا خوشه یي بمونو اعلان لګول شوی و چې د برتانوي وکیل ورته پام شو.

بریتانیه د هغو هېوادونو په ډله کې شامله ده چې د خوشه یي بمونو پر تولید او کارولو د بندیز کنوانسیون یې لاسلیک کړی دی.

د اسوشېتېدپریس په راپور کې د هغو پاکستاني کمپنیو نومونه نه دي اخیستل شوي چې د خوشه یي بمونو په اعلان کې یې لاس درلود.