ولسمشر کرزی راروانه اونۍ له اوباما سره ویني

ټاکل شوې چې ولسمشر حامدکرزی به په راروانه اونۍ کې له خپل امریکايي سیال بارک اوباما سره خبرې وکړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي امینت په برخه کې مرستیال سلاکار بین روډیس ویلي دا کتنه به د سې شنبې په ورځ په نیویارک کې وشي.

د نوموړي په وینا دا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو له پیل او افغان لورې ته د امنیتي مسولیتونو دسپارلو د لومړني پړاو له بشپړیدو را وروسته د دواړو ولسمشرانو ترمنځ لومړنۍ لیدنه ده.

تمه ده چې امنیت، د دواړو هیوادونو ترمنځ ستراتیژیک تړون، او افغان لورې ته د مسولیتونو د انتقال مسلې به د دواړو لورو تر منځ د خبرو اترو د اجنډا په سر کې وي.

ازادي راډیو ته ځینو سرچینو ویلي چې ولسمشر کرزی به د خپل دې سفر په ترڅ کې په بریتانیې کې هم تم شي او هلته به د بریتانیې له صدراعظم ډیویډکامرون سره وګوري.