ناټو وايي، په تیر یوکال کې په افغانستان کې تقریبا دوه نیم زره مخالفو وسلوالو خپلې وسلې پر مځکه اېښې دي.
بریتانیو جنرال فلیپ جونز چې د ناټو له خوا په افغانستان کې د سولې د پروسې مسولیت لري د جمعې په ورځ وویل په تیر یوکال کې د افغانستان په شلو ولایتونو کې شا او خوا دوه نیم زره مخالفو وسلوالو له مخالفته لاس اخیستی او د سولې له بهیر سره یوځای شوې دي.
جنرال جونز چې د ویډیو کنفرانس له لارې یې له کابل څخه په بروکسل کې له خبریالانو سره خبرې کولې وویل : دا شمیر له هغې ډیر دی چې تمه یې کیده خو د نوموړي په وینا دا پخلا شوي کسان ډیر یې ټیټ پوړې مخالفین دي چې د کلیو په سطحه یې په جګړو کې لاس درلود.
نوموړی په دې برخه د لا ډیرو هڅو پر ترسره کولو ټینګار وکړ او ویې ویل د سولې بهیر باید صادقانه وي څو هغه مخالف وسلوال پرې باور وکړی شي چې غواړي له جګړې لاس واخلي.