اروپايي ټولنې د پاکستان له سیلاب ځپلو سره مرسته کوي

اروپايي ټولنې د جمعې په ورځ وویل وویل د پاکستان له سیلاب زپلو سره لس میلونه ایرو مرسته کوي.

د اروپايي ټولنې د بشري مرستو د څانګې مشرې کریسټالینا جیورجیوا په یو بیان کې ویلي زموږ مرستې ته بیا هم اړتیا ده او موږ به د مرستې په اړه د پاکستان غوښتنې ته ځواب ووايوو.

د پاکستان د رسمي شمیرو له مخې د سند په ایالت کې چې وروستی سخت موسمي بارانونه په کې د سیلابونو سبب شوی د دوه نیم سوو په شا او خواکې کسان وژل شوي او په سلوګونو زره نور زیانمن شوې دي.

په پاکستان کې تیر کال هم سخت سیلابونه په دې هیواد کې د دووزرو کسانو د وژل کیدو او د میلونونو نور د بې کوره کیدو سبب شوې وو.