ګیلاني د سیلابونو په خاطر نیویارک ته خپل سفر لغوه کړ

د یوه بل خبر له مخې، د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني په سند ایالت کې د وروستیو ورانوونکو سیلاوونو له امله د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې کې د ګډون په مقصد نیویارک ته خپل سفر لغوه کړې دی.

د ګیلاني دفتر وایي، صدراعظم به له سیلاب ځپلو سره د مرستې د چارو د تنظیم په مقصد په هېواد کې پاتې وي.

وروستیو سیلاوونو په سند ایالت کې شاوخوا دوه لکه کسان بې کوره کړي دي.

تېر کال د پاکستان په مشرانو سخت انتقادونه شوي وو، چې د سیلاوونو پر مهال یي بهر ته سفرونه کړې وو.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته به د پاکستان په استازیتوب د دې هېواد د بهرنیو چاور وزیره وینا وکړې.