"رسنۍ باید د دوستۍ په فضا کې سیالي وکړي"

د خبریالانو ملي ټولنه وایي، چې د طلوع ټلویزیون مسوولان باید له یو شمېر خبریالانو سره د دوي د امنیتي کسانو د ناسم چلند له امله بخښنه وغواړي.

د دې ټولنې مرستیال حفیظ الله بارکزي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې رسنۍ باید له یو بل سره د دوستۍ په فضا کې سیالي وکړي نه دښمني:
(دوي باید سالمه سیالي وکړي نه تاوتریخوالی، سوداګري او شخصي ګټې.

زه ډیر خواشینی یم، چې داسې کار شوی له نورو څخه مو ګیلې درلودې خبریالانو ته یې ګواښونه کړي خو اوس رسنۍ په خپله هم یو بل ته ستونزې جوړوي.)

د طلوع ټلویزیون ساتونکو د کابل ښار د وزیرمحمد اکبرخان په سیمه کې د راپور جوړولو پر مهال د پژواک، رویټرز او یک ټلویزیون خبریالان په ناحقه وهلي او له هغوي نه یې د ویډیویې کمرې کسټونه اخیستي دي.

لا تر اوسه د طلوع ټلویزیون مسوولانو په دې اړه څه نه دي ویلي.