کونړ:۳تنه وسلوال مخالفین وژل شوي

د کونړ امنیتي ځواکونه وایي، چې په دې ولایت کې د نړېوالو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د دوهمې لیوا ویاند جګړن شیرین اغا نن د ازادۍ راډیو ته وویل چې، دا عملیات د ماڼوګۍ ولسوالۍ د کنده ګل په سیمه کې تر سره شوه چې نړېوالو ځواکونو هم په کې برخه درلوده .

د همدې سرچینې په حواله پدې سیمه کې د طالبانو مرکزونه موجود وه چې په سیمه کې یی د افغان او نړیوالو ځواکونو پر پوځي کاروانونو حملې کولې.