د بیلاروس ولسمشر الکسندر لوکاشینکو تیره ورځ یوولس تنه نور هغه زندانیان وبخښل، چې تیر کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو له امله د راوتلو مظاهرو پر مهال نیول شوي وو.
د لوکاشینکو مطبوعاتي دفتر ویلي، دغه کسان د انساني اساساتو له مخې بخښل شوي دي.
له دې نه وړاندې هم د بیلاروس ولسمشر ۱۳ تنه زنداني مظاهره کونکي بخښلي وو، خو د راپورونو له مخې د نوموړي درې مخالفان چې د تیر کال د انتخاباتو له لانجې وروسته مظاهرو کې نیول شوي وو ،لا په بند کې دي.
الکسندر لوکاشینکو زندانیانو ته دا بخښنه وروسته له هغې کړې، چې لویدیځوهېوادونو پر بیلاروس بندیزونه ولګول.