په عراق کې د متحده ایالاتو د هوايي ځواک مشر وايي، امریکا به په نږدې وختونو کې پر عراق باندې اتلس ایف شپاړلس جنګي جیټ الوتکي وپلوري.
جنرال روس هنډي وویل، عراق غواړي چې دوه ځله له متحده ایالاتو څخه دغه الوتکۍ واخلي خو دا مهال يي د ایف شپاړس الوتکو د اخیستو یوه غوښتنه کړې ده.
عراق وروسته له هغې چې په عربي نړۍ کې پاڅونونه پیل شوه د ایف شپاړلس جنګي الوتکو د اخیستو د څلور عشاریه دوه میلیارده ډالرو معامله ودروله.
خو د عراق صدراعظم نوري المالکي د تیرې جولای میاشتې په پای کې وویل، چې له متحده ایالاتو څخه د دغو الوتکو د اخیستو په اړه خبرې بیا پیل شوي او هېواد به يې خپله غوښتنه دوه چنده کړي.