راین کراکر:مخالفین د سولې له بهیر سره د یوځای کیدو پرته بله لار نه لري

د امریکا سفیر په پاکستان کې د حقاني شبکې له خوا د پلان شوې حملې په وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو چلند ته په اشارې وایي، چې د دولت وسله وال مخالفین د سولې له بهیر سره د یو ځای کېدو پرته بله لار نه لري.

په کابل کې له افغان امنیتي ځواکونو سره د طالبانو دې جګړې شاوخوا شل ساعته دوام وکړ، چې په کې په کابل کې د امریکا سفارت هم څو څو وارې په نښه شو.

ریان کراکر د چهار شنبې په ورځ په داسې حال کې، چې یوازې څو ساعته مخکې جګړه پای ته رسیدلې وه، یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، چې یو څو توغندي په سفارت لګیدلي، چې یوازې څلور افغانان یې ټپیان کړي.