عراقي چارواکی وایي، د هیواد په مرکزي او لویدیځو برخو کې د بمي چاودنو له امله، چې امنیتي ځواکونه په کې په نښه شوې وو، لږترلږه ۱۷ کسان وژل شوي دي.
تر ټولو وژونکې بمی چاودنه حیلا ښار ته نږدي د موټر پواسطه د هغه رستوارن په مخکې وشوه، چې زیات شمېر امینتي کسان په کې راټول وو. په دې چاودنې کې لږترلږه ۱۳ کسان مړه او پنځوس نور ټپیان شوي دي.
بله چاودنه، د بغداد د لویدیځ په اتیا کیلومترۍ کې د انبار ولایت د امنیتي ځواکونو په انګړ کې هغه مهال وشوه، چې په یوه موټر پورې نښلول شوی بم چاودید. په دې پیښې کې دوه عسکر مړه او لس نور ټپیان شوي دي.
د بغداد په شمال کې وسله والو، د پولیسو په یوې پوستې ډزې وکړې او دوه پولیس یې ووژل.
په عراق کې دا شخړې په داسې حال کې زیاتې شوي، چې د لاسلیک شوي تړون پر اساس، امریکایي ځواکونه د روان عیسوي کال په پای کې له دې هېواد څخه وځي.