نیمروز: افغان ځواکونو ایراني عسکر له خپلې خاورې وشړل

د نیمروز امنیتي چارواکي وايي، افغان عسکرو نن په دې ولایت کې د ایراني عسکرو هغه ډله بیرته خپلې خاورې ته په ستنیدو اړه کړه، چې له پولې اوښتې وه او د افغانستان په خاوره کې یې د امنیتي پوستې د جوړولو هڅه کوله.

د نیمروز د امنیې قومندان عبدالجبار پردلي ازادي راډیو ته وویل، ایراني عسکرو غوښتل له پولې دیخوا د نیمرزو په خواجه عبدالرحمن سیمه کې امنیتي پوسته جوړه کړې، خو افغان ځواکونو پرې حمله وکړه او له نیم ساعته نښتې وروسته بیرته واوښتله.

د پردلي په وینا په نښته کې چاته مرګ ژوبله نه ده رسیدلي.

هغه وویل، ایراني عسکرو پخوا هم یو ځلې په یادې ساحې کې د امنیتي پوستې د جوړیدو هڅه کړې.