کرزی:مخالفینو دې له جګړو لاس واخلي

افغان ولسمشر یو ځل بیا له وسله والو مخالفینو وغوښتل، چې له جګړې لاس واخلي.

ولسمشر کرزي دغه څرګندونې نن په کابل کې، د اداري او منجمنت له انسټیټوټ څخه د زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې وکړې.

ولسمشر کرزي مخالفینو ته په خطاب کې وویل، چې ښوونځی دی نه سوځوي او د فلج واکسین د تطبیق مخنیوي دی نه کوي.

ښاغلي کرزي وویل، چې د نا امنیو له امله په فراه، نیمروز او کندهار ولایتونو کې لاهم د پولیو پېښې لیدل شوي.

د اداري او منجمنت انستیتیوت په ۱۳۸۷کال کې د پوهنې وزارت له خوا جوړ شوی.

د پوهنې وزیر ډاکټر غلام فاروق وردګ وایي، چې له تیر کال راهیسي،۱۴۱۰تنه چې نجونې هم په کې شاملې وې، په بېلابېلو برخو کې تر زده کړې وروسته له دې انستیتیوت څخه فارغ شول.