بدخشان کې د عملیاتو په ترڅ کې ۲۱مخالفین وژل شوي

راپورونه وایي، چې ناټو ځواکونو په بدخشان ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه غونډه عملیات پیل کړي، یو ویشت وسله وال مخالفین یي وژلي او لس نور یي ژوندي نیولي دي.

د بدخشان د والي ویاند معروف راسخ ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا عملیات له شپې راهیسي په کشم ولسوالۍ کې پیل شوي اولا هم دوام لري.

نوموړی وایي، په دې عملیاتو کې د طالبانو د یو قوماندان په ګډون شل کسه وژل شوي او د دوه طالب قوماندانو په ګډون لس نور نیول شوي دي.

د ده په وینا شاوخوا لس چیچنایان او ازبکان چې د القاعده شبکې غړي دي، دا مهال د امنیتي ځواکونو له خوا د محاصرې په حال کې دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.