د بخښنې نړېوال سازمان یا ایمنسټی انټرنشنل د لیبیا په جګړه کې ښکیلې خواوي په جنګي جرمونو تورنې کړي دي.
دغه سازمان خبردارۍ ورکړی، چې که په لیبیا کې ژر تر ژره نظم او قانون بر حاله نه شي نو د حملو او انتقامي بریدونو لړۍ به پراخه شي.
ایمنسټي انټرنشنل په خپل یوه تازه راپور کې ویلي د مظاهره چیانو د ځپلو لپاره د قذافي د رژیم اقدامات ،شکنجه او اختطافونه جنګي او د بشریت ضد جرمونه وو.
په راپور کې ویل شوي، چې د قذافي د مخالفانو داسې مړي موندل شوي چې لاسونه يې تر شاه تړل شوي او په سرونو ویشتل شوي دي.
د بخښني نړېوال سازمان وايي، د قذافي ضد وسله والو هم له بشري حقونو څخه سرغړونې کړي خو په دومره اندازه نه څومره چې د پخواني رژیم له خوا ترسره شوي دي.
په عین حال کې د لیبیا د موقت حکومت مشر مصطفي عبد الجلیل په پایتخت طرابلس کې خلکو ته په وینا کې غوښتنه وکړه، چې د قذافي پلوو پرضد دې له انتقامي ګامونو ډډه وکړي.