پنټاګون:د میدان وردګو په پيښه کې د حقاني شبکې لاس وو

د امريکا د متحدو ايالتونو دفاع وزارت يا پينتاګون، د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په ميدان وردک ولايت کې د يوې لارۍ په وسيله زوروره چاودنه، چې اووه اويا (۷۷) امريکايي پوځيان يې ټپيان کړل او پنځه افغانان يې ووژل، د حقاني شبکې کار و.

وسله والو طالبانو د يکشنبې په مازديګر په سيد اباد ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو د اډې په خوله کې د دې زورورې چاودنې مسووليت په غاړه واخيست او ويې ويل، چې دا بريد يې په يوه لارۍ کې د نهو ټنو چاودېدونکو موادو په وسيله وکړ.