د بريتانيا صدراعظم ډيويد کامرون هڅه کوي، چې له روسيې سره د خپل هېواد اړيکې ښې کړي.
کامرون پرون(دوشنبه) د روسيې د ولسمشر ديميتري مېدوېديف او صدراعظم ولاديمير پوتين په ګډون د دغه هيواد له جګپوړو چارواکو سره په مسکو کې وليدل.
دا له ۲۰۰۵ ميلادي کال وروسته مسکو ته د بريتانيا د يوه صدراعظم لومړني سفر دي.
مسکو ته د ښاغلي کامرون د دې يو ورځني سفرهدف د مسکو او لندن د اړيکو ترميم بلل شوي چې په ۲۰۰۶ ميلادي کال کې په لندن کې د کريميلين يوه منتقد الکساندر ليتويننکو له وژل کېدو وروسته خړپړې شوې وې.