د بشري حقونو څارونکې ډلې په يوه راپور کې د افغانستان سيمه ايز پوليس د جنسي تېريو او قتلونو په ګډون د بشري حقونو په راز راز سرغړونو تورن کړل.
د بشري حقونو د څارونکې ډلې په راپور کې چې د دوشنبې په ورځ يې خپور کړ، ويل شوي، داسې شواهد او سندونه ترلاسه شوي چې د افغانستان سيمه ييز پوليس په هرات، بغلان او ارزګان ولايتونو کې د وژنو، جنسي تېريو او په زوره د خلکو د بندي کولو په ګډون مختلف بشري ضد اقدامات کوي.
دې ټولنې ويلي، چې دې ډول قضيو د افغانستان د سيمه ايزو پوليسو د استخدامولو او پر هغو د څارنې په اړه جدي اندېښنې پارلولي.
د دې راپور له خپرېدو وروسته د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وويل، چې په دې اړه به تحقيقات وکړي.