"سیمه ييز پولیس په جنسي تیريو کې لاس نه لري"

د کورنیو چارو وزارت د بشري حقونود یوه نړېوال ارګان هغه تازه خپور شوي راپور رد کړ چې وایي، په افغانستان کې محلي یا سیمه يیز پولیس په وژنو او جنسي تیري کې لاس لري.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په مازیګر ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوي ته هم دا راپور وررسیدلی او په اړه په یې جدي څیړنې وکړي.

د کورنیو چارو وزارت له ویاند سره په دې اړه په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال نسیم شفق مرکه کړې.

چې دا مرکه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې دږغ له برخې اوریدلای شﺉ