ګل اغا شېرزي د څپل مرګ راپورونه رد کړل

د ننګرهار والي ګل اغا شیرزي د خپل مرګ اوازې چی په دې وروستیو کې په کابل، کندهار، ننګرهار او یوشمېر نورولایتونو کې خپرې شوې وې، رد کړې.

شیرزي له دوبۍ څخه په کندهار کې د ازادي راډیوخبریال ته په ټیلیفون کې د خپلې روغتیا ډاډورکړ او ویې ویل:

″زه تقریباً دولس ورځې مخکې د خپلې مریضۍ په خاطر جرمني ته تللی وم، اوس دوبی ته راغلی یم او انشاء الله سبا کابل ته ځم. زه الحمدالله کابل صحت لرم.″

د شیرزي د مرګ اوازې دغه راز په پراخه پیمانه په انټرنټ پاڼو او فیس بوکونو کې هم خپرې شوې وې.

شیرزي د دغو اوازو په اړه دومره وویل، چې خدای دې هغو کسانو ته انصاف ورکړي، چې دغسې غلطې اوازې خپروي.