په ختیځ کې د ایساف دوه عسکر وژل شوي

په افغانستان کې میشت ایساف ځواکونه وایي، چې د هیواد په ختیځ کې د دوی یو سرتیرې وژل شوي دی.

د دغو ځواکونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سرتیری تیره ورځ وژل شوی خو د پیښې د دقیق ځای او د سرتیري د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.