داسی ښکاري چې د لیبیا د نوې ادارې د ملاتړو وسله والو عملیات په بن ولید کې چې تراوسه د لیرې شوي مشر معمر قذافي د پلویانو ترکنټرول لاندې دی، دریدلي دي.
د لیبیا د ملي انتقالي شورا د جنګیالیو په حواله راپورونه وایي، چې دغه عملیات یې ځکه درولي چې له دوی سره شکونه پیدا شوي چې په لیکو کې یې خاینانو په بن ولید کې دننه د قذافي پلویانوته د دغو عملیاتو په اړه معلومات ورکړي دي.
د لیبیا ملي انتقالي شورا ویلي، ترهغو به د لیبیا د ازادۍ اعلان ونکړي ترڅو د قذافي له پلویانو ورستۍ ښار یې په خپله ولکه کې نه وي راوستی.
د دې شورا مرستیال محمود جبریل پرون په طرابلس کی وویل چې انتقالي ملي شورا په پام کې لري، نوی پراخ انتقالي حکومت په لسو ورځو کې جوړ کړي.
″د انتقالي حکومت په اړه په ټولو سیمو، په لویدیځ او ختیځ کې له ټولو ښارونو اوپه جنوب او حتی هغو ښارونو کې چې محاصره دي، زموږ خبرې روانې دي. ټولې دغه برخې به په نوي حکومت کې شاملې وي.″
په عین حال کې د قذافي یو زوی سعدي قذافي ګاونډي هیواد نیجیر ته رسیدلی دی.
د نیجیر د عدلې وزیر ماروو امادو وویل، د سعدي قذافي د موټرو کاروان پرون د نیجیر د وسله والو ځواکونو له خوا هغه مهال ودرول شوچې د شمالي اګادیز ښار پرلوري روان و.
۳۸ کلن سعدي چې د قذافي دریم زوی دی، په ۲۰۰۴ کال کې یې له فوتبال سره خدای پاماني وکړه او له اردو سره یوځای شو چې د یوه ځانګړي جزوتام مشري یې کوله.
د قذافي د پټیدو ځای تراوسه ندی معلوم.