په کونړ کې له سيلاب ځپلو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي ازادي راډيو ته وويل، د مرستو په دغه بهیرکې هغو کورنیو ته لس لس زره افغانۍ ورکړل شوې، چې د تیرکال سيلابونو ورته زیان رسولی و.

د کونړوالي وویل، تردې مخکې یې هم له سیلاب ځپلو سره د خوراکي او نورو موادو مرستې کړې وې او په راتلونکي کې به هم مرستو ته دوام ورکړي.