په متحده ایالاتو نن په سختو امنیتي تدابیرو کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمې نېټې د بریدونو لسمه کلیزه لمانځل کیږي.
ټاکل شوې چې ولسمشر بارک اوباما په واشنګټن،نیویارک او پنسلوینیا کې له هغو دریو سیمو کتنه وکړي چې د تښتول شوو الوتکو په واسطه پرې حملې وشوې او شاوخوا درې زره کسان يې ووژل.
ولسمشر اوباما ویلي، متحده ایالات د ۲۰۰۱ کال د یولسم سپتمبر له حملو وروسته حالت څخه پیاوړی دی او القاعده شبکه چې د دغو بریدونو مسولیت يې منلی د ماتې په حالت کې ده.
دا مراسم او یاد غونډې په داسې وخت کې لمانځل کیږي چې امریکايي مقامات د هغو با اعتباره خو غیر تائېد شوو معلوماتو خبره کوي چې ممکن په واشنګټن او نیویارک کې القاعده بیا بریدونه وکړي.