جوزجان:د مخالفینو۱۳کسیزه ډله دولت ته تسلیم شوه

په جوزجان ولایت کې د وسله والو مخالفانو یوه دیارلس کسیزه ډله له خپلو وسلو سره نن د سولې له بهیر سره یوځای شوه.

د جوزجان د امنیې قومندان جنرال عبدالعزیزغیرت ازادۍ راډیو ته وویل، چې دې وسله والو مخالفانو په جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو کې فعالیت درلود او نن د جوزجان په قوش تیپه ولسوالۍ کې له دولت سره یوځای شول.

جنرال غیرت څرګنده کړه، چې تر دې وړاندې هم په دې ولایت کې درې سوه تنه وسله وال مخالفان د سولې له بهیر سره یوځای شوي وو.

تیره ورځ په سرپل ولایت کې هم څلور شپیته تنه وسله وال مخالفان په ورته توګه له مخالفت څخه لاس پرسر او دولت سره یوځای شول.