خوست:د شیخ زاهد په پوهنتون کې د کمپیوټرو عصر مرکز جوړ شو

په خوست کې د شیخ زاهد پوهنتون د کرنې په پوهنځي کې د کمپوټریو عصري مرکز جوړ شو.

د دې پوهنتون رییس ګل حسن ولیزي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د کمپیوټر دا مرکز د امریکا د ولایتي بیارغونې له خوا د یولک ډالر په لګښت جوړ شوی او ډیر ژر به د انټرنټ اسانتیاوې هم ورته برابرې شي.

د خوست والي عبدالجبار نعیمي پرون د دې مرکز د پرانیستلو په غونډه کې په دې ولایت کې له میشتو امریکایي ځواکونو څخه وغوښتل، چې د شیخ زاهد پوهنتون نور پوهنځي هم کمپیوټرایز کړي ترڅو د محصلینو د زده کړې په برخه کې له کیفي پلوه ښه والی راشي.

په خوست کې د پي،ار،ټي یا ولایتي بیارغونې د ټیم له خوا تر دې وړاندې د شیخ زاهد پوهنتون د کرنې پوهنځي ته څیړنیز فارمونه هم جوړ شوي چې دا مهال ورڅخه ګټه اخیستل کیږي.