په افغانستان کې د ایساف یو سرتیری وژل شوی

په افغانستان کې د ایساف یو سرتیری وژل شوی، د ایساف یو تن سرتیری تیره ورځ د هېواد په ختیځ کې له طالبانو د جګړې په ترڅ کې و وژل شو.

د ایساف ځواکونو په خبرپاڼه کې چې نن سهارازادۍ راډیو ته راستول شوې ویل شوې چې یاد سرتیری یي د هېواد په ختیځ کې د طالبانو سره د جګړې په ترڅ کې وژل شوی دی.

په دې خبرپاڼه کې د سرتیري د هویت او د پیښې د دقیق ځای په اړه څه نه دي ویل شوي.