په واشنګټن او نیویارک کې د تروریستي برید د احتمال اندېښنې شته

د متحد ایالاتو په پایتخت او نیویارک کې د تروریستي حملو د احتمال له امله اندیښنې مخ په زیاتیدو دې او په لوړه سطح امنتي تدابیر نیول شوي.

ټاکل شوې چې نن د سپتمبر د یوولسمې د تروریستي حملې لسمه کالیزه ولمانځل شي، د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلیري کلنتن وویل چارواکي د هغه مشخص، بااعتباره مګر ناتائید شوي راپور په اړه څېړنه کوي چې وایي، القاعده شبکه ممکن په واشنګټن او نیویارک ښارونو کې حملې وکړي:

“د سپتمبر په ۱۱ مه د تروریستانو دا ګواښ باید زموږ لپاره د حیرانتیا وړ نه وي.

دا د بنسټ پالنې پر ضد زموږ د مبارزې پرله پسې یادونه ده، مهمه نه ده چې د چا له خوا د دغه ګواښ تبلیغ کیږي، له کومه ځایه راځي او څوک یي ممکن هدف وي”.

تمه ده، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن په واشنګټن او نیویارک کې د سپتمبر د یولسمې د تروریستي حملو هغه ځایونه وګوري چې شاوخوا درې زره کسان په کې وژل شوي وو .

دا کسان په نیویارک، واشنګتن او پنسلوانیا کې د دوه زره لومړي کال د سپتمبر په یوولسمه د تروریستي حملو په لړ کې ووژل شول.

د دغو حملو مسولیت د القاعده شبکې په غاړه اچول شوې دی.