معترض کاندیدان:د خاصې محکمې پریکړې دې عملي شي

د ولسي جرګې د انتخاباتو معترض کاندیدان د خپلو اعتراضونو په دوام پرون یو ځل بیا راټول شول او غوښتل یي چې د خاصې محکمې پریکړې باید عملي شي.

دغو کاندیدانو د کابل ښار د پښتونستان په څلور لاري کې، د ارګ ماڼۍ ته څیرمه یوه خیمه درولې او خبردارې یي ورکړې، که غوښتنې یي و نه منل شي، نو د خیمو شمېر به زیات کړي.

داود سلطانزوی د معترضو کاندیدانو په استازیتوب ازادۍ راډیو ته وویل، دوي اوس خپله اجنډا پراخه کړې او دا ځکه چې د ده په وینا، حکومت کمزورې دې.

تر دې مخکې دوي له میدان وردګو نه تر کابله پورې له اعتراضه ډک لاریون کړې وو.